د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاټا کې د احتجاجونو لړۍ ولې تېزه شوې ده؟


په فاټا کې د احتجاجونو لړۍ ولې تېزه شوې ده؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:18 0:00

پراګ: په دې وروستيوکې د فاټا د بيلا بيلو حکومتي ادارو کارکوونکو احتجاجونه زيات شوي دي. په اسلام کې د ښونځيو سلګونو ښوونکو تر احتجاج وروسته اوس په پېښور کې د خبريالانو د مرکز مخې ته درې مختلفي ډلې د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاج کوي. که يو خوا ته د فاټا د پوهنځيو ښوونکې غوښتنې لري بل خوا د پوليو ضد کارکوونکي او د باړې بې کوره کړل شوي کسان په احتجاج دي. په دغو احتجاجونو کې ورځ تر بلې ولې زياتوالی راغلی؟ ستونزي څه دي او په حل کولو کې يې څه پرمختګ کيږي هم او که نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له خيبر ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي حاجي شاه جې ګل ، له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی، د پېپلز ګوند ځايي مشر او د فاټا سياسي اتحاد مخکښه اخوندزاده چټان او له اورکزو د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حاجي منير اورکزي سره څېړل شوي دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

XS
SM
MD
LG