د ننګرهار چارواکي وايي، د دوشنبې په ماسپښین درې بجې د لالپورې ولسوالۍ اړوند وسله والو طالبانو دوه تنه واکسیناتوران نیولي او له ځانه سره یې بوتلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن (سېشنبه) مشال راډیو ته وویل:چې د لالپوري د ولسوال په هڅو د سیمې قومي مشران جرګه شوي او تمه ده چې د نن ورځې په اوږدو کې د وسله والو له منګولو ازاد کړی شي.
خوګیاڼی وایي چې په نورو ولسوالیو کې د واکسیناتورانو په وړاندې ګواښ نشته خو د خوګیاڼو ولسوالۍ په ګډون د یو شمیر نورو ولسواایو ځايي سرچینو مشال راډیو ته ویلي چې وسله وال طالبان نه پريږدي چې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.