د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان د بهرملکي کمپنۍ پر سر ناندرۍ راپورته شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان حکومت وايي، د تحريک انصاف مشر عمران خان اړ دی چې د خپلې بهرملکي کمپنۍ په اړه د پوښتنو ځواب په پارلمان کې ورکړي.

پرون په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د اطلاعاتو وفاقي وزير پرويز رشيد وويل، عمران به د دې پوښتونو ځواب ورکوي چې د ده کمپنۍ څه قسمه کاروبار کولو؟ کلنۍ ګټه يې څومره وه؟ او د دې کمپنۍ په وسيله یې په کومو کومو ځايونو کې جايدادونه اخیستي؟

د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر دغه څرګندونې له هغې وروسته مخې ته راغلي چې عمران خان په دې وروستیو کې ومنله چې له ټیکسه د بچ کېدو په خاطر يې په بهر ملک کې کمپني جوړه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په پانامه اسنادو کې د پاکستاني وزيراعظم نواز شريف د اولادونو د نومونو تر راتلو وروسته عمران خان له نواز شريفه د استعفاغوښتنه کوله. د وزيراعظم په کورنۍتورونه دي چې له مالیې څخه د بچ کېدو په خاطر يې په بهر ملک کې کمپنۍ جوړې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG