د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايټلي: د ترهګرۍ په تور نيول شوی افغان خوشي شو


د ايټلي يو پوليس د څار په حالت کې
د ايټلي يو پوليس د څار په حالت کې

په دې وروستيوو کې دري افغان کډوال هغه مهال په ايټلي کې ونيول شول چې پوليسو پرې د ترهګرو سره د ملګرتيا شک وکړ. په دوی کې يو تن اوس خوشي شوی دی. د هغه وکيل ويلي چې پر نوموړي لګول شوي تورونه بي بنسټه وو. دغه څلور کسان په ايټلي کې د مېشته کېدو په لټه کې دي.

په ايټلي کې د افغان سفارت يو چارواکي نن د نوم نه خپرولو په شرط مشال ريډيو ته وويل چې پر هغه افغان هلک د ترهګرۍ تورونه غلط ثابت شوي دي چې څه موده مخکې په ايټلي کې نيول شوی وو. پوليسو درویشت کلن حکيم ناصري د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش سره د تړاو په تور نيولی وو.

ګارډين ورځپاڼې ليکلي چې پر نوموړې تور پورې شوی وو چې په برطانيه او ايټلي کې د هدفونو ګرځولو اراده درلوده. خو د مئ په دولسم تاريخ په روم کې يو قاضي پريکړه وکړه چې حکيم ناصري دې خوشي شي. ورځپاڼې د نوموړي وکيل ايدريانو پاليسکا له خولې ويلي چې پر ناصري لګېدلو تورونو کې ډېره مبالغه شوې ده او هغه بې ګناه دی.

د حکيم ناصري تر څنګ دوه نور افغانان هم نيول شوي وو. لومړيوو رپورټونو کې راغلي وو چې دريواړه د ترهګرۍ سره په تړاو تورن شوي وو. خو روم کې د افغان سفارت يو چارواکي مشال ريډيو ته وويل چې پر دوو نورو افغانانو يورپ کې پاتې کېدونکو، غيرقانوني کډوالو سره د مرستې تور دی. ناصري او يو بل تن د ايټلي په جنوبي ښار باري او دريم په ميلان کې نيول شوی وو.

پر ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا کې د حکيم ناصري داسې يو تصوير خپور شوی چې هغه پکې ټوپک په لاس ليدل کيږي. دا تصوير د برطانيه په برمينګم کې يو دکان کې اخيستل شوی دی. ګارډين ورځپاڼې د هغه د وکيل له خولې ليکلي چې دغه اصلي نه بلکې د لوبې ټوپک وو.

ياده دي وي چې کله د حکيم ناصري د نيول کېدو خبره مخې ته راغله نو د برطانيه ګڼو ورځپاڼو د نوموړي ګڼ تصويرونه خپاره کړل. دا تصويرونه د هغه له فيس بوک پاڼې اخيستل شوي وو. ګارډين ورځپاڼې ليکلي چې ځينو برطانوي مطبوعاتو دې مسلې ته ډېره هوا ورکړه.

د ايټلي د کورنيوو چارو وزير اينجيلينو الفانو د دي دريوو کسانو تر نيول کېدو وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې د پوليسو دا کار ستايلی وو. نوموړي ويلي وو چې دا کسان د ايټلي د پوليسو د اوږدو پلټنو په نتيجه کې نيول شوي دي.

ګارډين ورځپاڼې ليکلي چې د ايټلي پوليس په تېر دسمبر مياشت کې هغه مهال مشکوک شول او د څلورو پناه غوښتونکو افغانانو په اړه يې پلټنې پېل کړي چې د پوليسو په وينا يې د ځينو مارکيټونو تصويرونه اخيستل.

XS
SM
MD
LG