د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې یوه بله ماشومه ګوزڼ وهلې ده


روغتيا يي چارواکي وايي، په بنو کې يوه ماشومه ګوزڼ ناروغی وهلې ده.

د بنو د صحت څانګې چارواکو د شنبې په ورځ مشال راډیو ته ويلي، ګوزڼ وهلې دغه يو کلنه ماشومه د منډان سيمې اوسېدونکې ده.

دوی زياتوي د ۱۳ نورو ماشومانو معاينه هم کوي چې ورباندې د کوزڼ د وايرس اغيز شک کېږي خو د دوی په وينا تر اوسه يوازې د دې ماشومي د کوزڼ په ناروغۍ اخته کېدو تصديق شوی دی.

دا سږ کال په بنو کې دوم ماشوم دی چې ګوزڼ وهلی دی. د روغتيايي چارواکو په وينا په پاکستان کې د تېرو کلونو په مقابله کې روان کال د ګوزڼ د ناروغانو شمېر کم شوی دی.

په خېبر پښتونخوا کې سږ کال پنځه ماشومان ګوزڼ وهلي او په قبايلي سيمو کې لا هم د هېڅ يوه ماشوم د ګوزڼ په وايرس د اخته کېدو رپورټ نه دی ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG