د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘په هلمند کې پوځي عملیات پیل شوي’


د هلمند په مارجې او نادعلي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیات پیل شوي دي.

د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک مشال راډیو ته وویل دغه عملیات بېګا شپه د۱۱ بجو په شاوخوا کې پېل شوي او تر هغه به دوام وکړي چې د ناد علي او مارجي ټولې سیمې د وسله والو له ولکي وایستل شي.

عمر ځواک ویلي د خنجر په نوم دغه عملیات تردې دمه له کوم مالوم مقاومت سره نه دې مخامخ شوي او تلفات هم نه لري.

په دې عملیاتو کې افغان هوايي او ځمکني ځواکونه برخه لري.

د نادعلي او مارجې ولسوالیو ګڼې سیمې شپږ میاشتې وړاندې د وسله والو د ډلیزو بریدونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو له ولکې ووتلي چې اوس يې افغان حکومت د بېرته نیولو لپاره عملیات پېل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG