د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د اباسین ځاځي قاتيلان دې هم اعدام کړل شي"


د کونړ اوسیدونکي وايي په قصاص کې د خلکو د ژوند ضمانت شوی اوباید چې حکومت نورو مجرمینو ته سزا ورکړي

په کونړ کې دیني عالمان او قومي مشران په کابل کې دترسره شوو اعدامونو ملاتړ وکړ او له حکومت یي وغوښتل چې باید ټولو قاتلینو او په ځانګړي ډول دماشوم اباسین ځاځي قاتلینو ته هم سزا ورکړی شي.

دوي داسلام مقدس دین په قضاص کې دخلکو دژوند ضمانت کړی او که چیرته په حقیقي مانا اسلامي حدود پلي شي نو دهر ډول بیلاریو مخه نیول کیدای شي

ددیني عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالرحمن وویل داسلام په مقدس دین کې قصاص روا عمل او دټولني دنورو غړو دژوند دبقا په مانا دی او هر اسلامي حد چې جاري کیږي دوي يي ملاتړ کوي .

«په دې ایت کې الله پاک همدا خبره کوي چې په قصاص کې ستاسو دپاره ژوند دی ،حیات دهغه چا دپاره دی چې څوک دمقتول له کورنۍ پاتي وي ،لکه دچا پلار وژل شوی ،یایی ورور وژل شوی ،یا هم په ټولنه کې بل څوک دچا لخوا وژل شوی دی .هرڅوک چې ددغسي سرا لایق وي نه دې قاضیان له چې ویره کوي او نه هم زموږ نور مسولین ،مجرمینو ته دې سزا ورکړي .او دغه احکام دې دالله په ځمکه نافظ کړي ،موږ يي تاید او ملاتړ کوو.»

هغه وایي اوس داسلامي حدودو په پلي کولو کې له ځنډ څخه اخستل شوی او همدا لامل دی چې دهرې ورځې په تیریدو قتلونه او نور جرمونه زیات شوي

«امن دالله په کتاب او دالله په قانون راځي ،که موږ دا احکام پنځه کاله وړاندې پلي کړی وای اوس به داحالت نه وای ،دا دالله حکم دی او په عملي کولو سره يي امن راځي .»

مولوي نجیب الله حقیار وویل تش په نوم دبشر حقوقو مدافعینو په افغانستان کې داسلامي حدودو دپلي کولو مخنیوی کړی او په لوي لاس دجرمونو زیاتولو ته لمن وهي

«چا وییل حقوق بشر دی ،چا وییل زن دی او چا وییل اطفال دی .نه زن ته نجات ورکړ او نه يي طفل ته .هسي ګډوډي يی شروع کړې ده .تاسو وینئ چې تر ټولو زیات قربانیان پکي هم هغه قشر دی چې دوي يي دساتنې او حقوقو ساتلو خبرې کولې .تاسو وګورئ چې داباسین په نوم باندې یو معصوم ،غیر مکلف دا ددغه شان داړه مارانو او اجرتي قاتلانو منګولوته پریوت او چې هغه دغه شان دیو وحشت ښکار شو.»

ښاغلي حقیار له افغان دولت وغوښتل چې دکوچني اباسین ځاځي دقاتلینو په ګډون دې ټولو مجرمینو ته سزاوې ورکړل شي څو په ټولنه کې دنورو ناخوالو مخه ونیول شي

«زه داباسین دقاتلانو دنیونې هرکلی کووم ،له نظام غواړم چې په علنې محکمه باندې دې دغه ظالمان او دغه قاتلان دملت په وړاندې محاکمه شي ،تر څو په راتلونکي کې دغه شان وحشت او دهشت هیڅوک زړه ښه نه کړي . »

د مدني ټولنو فعال شاه ولي خان سالارزي وویل ښه امنیت هغه وخت رامنځ ته کیږي چې کله مجرمینو ته دهغوي دجرم سره سمه سزا ورکړی شي .او مجرمین دزر او زور په واسطه له قانون او سزا بچ نه کړی شي

«ښه امنیت هغه دی چې هلته دانسان هر نوعه حقوق ،که هغه سیاسي دی،که هغه اقتصادي دي ،که هغه اجتماعي دي دلته باید تامین شي .له بده مرغه په تیرو څو وختونو کې زموږ دصرافانو ،زموږ ددیني عالمانو،زموږ دنورو ملي شخصیتونو ژوند دیو عالم خطر سره مخامخ و ،او هیچا نشو کولی چې له خپلو ځانونو ،خپلو اولادونو او له خپل نظام ملاتړ او دفاع وکړي .»

د کونړ اوسیدونکي په داسي حال کېد ولسمشر غني لخوا قاتلینو ته داعدام سزا ورکولو دحکم صادرولو او دهغه په اساس د شپږو تنو اعدامولو ملاتړ کوي چې یو شمیر کسان بیا وايي حکومت باید له انتقا اخستلو عفوي او سولې ته لومړیتوب ورکړی وای .

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG