ولسمشر اشرف غني د ازادې پهلوانۍ لوبغاړي بازمحمد مبارز ته د وروستۍ بریا مبارکي ویلې ده.
له ارګه په یوه خبرې شوې خبر پاڼې کې ویل شوي، ولسمشر غني د دوشنبې په ماسپښین بازمحمد مبارز ته په مسکو کې د روسي سیال له ماتې وروسته په ټيلیفوني خبرو کې د دې بریا مبارکي وویله.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي، د مبارز په څېر ځوانانو اتلولۍ او پرلپسې کوښښونه افغانستان ته ویاړ ور په برخه کوي.
بازمحمد مبارز په افغانستان کې د ازادې پهلوانۍ د لوبې بنسټيښود او د دې برخې اتل دی چې په نورو نړیوالو لوبو کې یې هم د پاموړ بریاوې تر لاسه کړي دي.