افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري په دوه ورځني سفر نن( سېشنبه) تاجکستان ته ولاړ.
له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ولسمشر غني به د تاجکستان له ولسمشر، وزیر اعظم او د پارلمان له رییس سره د دواړو هېوادونو د همکاریو او اړیکو پراختیا او یو شمېر نورمسایلو په اړه بېلابېل ملاقاتونه وکړي.
اعلامیه زیاتوي افغان او تاجکستاني ولسمشران به د همکاریو توافقنامه هم لاسلیک کړي او محمد اشرف غني به د تاجکستان په ملي پوهنتون کې محصلینو او استادانو ته وینا هم وکړي.
ټاکل شوې اجراییه رییس عبدالله عبدالله به هم د راتلونکې پنجشنبې په ورځ تاجکستان ته ولاړ شي او د کاسا زر پروژې د پرانستې په مراسمو کې به ګډون وکړي.
کاسا زر د قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا ګډه پروژه ده.