د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخالف ګوندونه له حکومتي انکاره پس نوې کړنلاره ټاکي


په پاکستان کې د مخالفو ګوندونو مشرانو د حکومت له لوري د پاناما لیکس د پلټونکي کمېشن په حواله د خپل ټاکلي کاري چوکاټ له ردېدو پس د راتلونکې کړنلارې ټاکلو په موخه د ګل په ورځ یوه غونډه رابللې ده.

د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي انجینیر حامد الحق د ګل په ورځ مشال راډیو ته وویل د وفاقي حکومت لخوا د پاناما اسنادو پلټنو په اړه د اپوزیشن شرایط مستردېدوپس د هېواد بیلا بیل ګوندونه نن یوه ګډه غونډه کوي چې پکې به پر راتلونکې کړنلاره غور کېږي.

په دې غونډه کې به د پاکستان پیپلز ګوند، تحریک انصاف، عوامي نېشنل پارټۍ، متحده قامي مومنټ، قومي وطن پارټۍ او جماعت اسلامي مشران ګډون کوي.

د اتوار په ورځ وزیراعظم نوازشریف ویلي ول د اپوزیشن ګوندونو شرایط د منلو وړ نه دي او دا چې په دې اړه له مخالف ګوندونو سره مذاکراتو ته تیار دی.

دیادونې وړ ده چې د تحقیقاتي خبریالانویوې نړیوالې ادارې په دې ورسیتو کې په میلینونه اسناد په ډاګه کړي چې پکې د ځینو اوسنیو او پخوانیو نړیوالو واکمنانو پټې بانکې کاتې (اکاونټونه) ښکاره کړل شوي دي. په دې کې د پاکستان څه باندې دوه سوه کسانو نومونه هم راغلي چې د وزیراعظم نواز شریف بچیان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG