د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارګ: د ولسمشر له لاسلیکه وروسته ۶ وسله وال مخالفین اعدام شول


فایل فوټو
فایل فوټو

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، شپږ تنه هغه کسان نن اعدام شول چې د لویو جرمونو او د ملکیانو او عامه امنیت په وړاندې د جنایتونو په جرم په اعدام محکوم وو.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر د دغو محکومو شوو کسانو د اعدام د حکم په توشیح کولو کې اسلامي اصول، اساسي قانون، د جزا قانون او عدالت په پام کې نیولی دی.

دا لومړی ځل دی چې د ملي وحدت په حکومت کې ولسمشر په اعدام د محکومو کسانو حکم توشیح کوي.

جمهوري ریاست وایي چې د تروریستي حملو د قربانیانو د کورنیو له پرله پسې غوښتنو وروسته پر شپږو کسانو د اعدام حکم عملي شو.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان په بېلابېلو تروریستي قضیو کې ښکیل وو چې د لویو جرمونو او بشري جنایتونو په جرم په اعدام محکوم شوي وو.

د ارګ خبرپاڼه وایي چې ولسمشر محمد اشرف غني له دقیقې څیړنې او د بشري حقونو په رڼا کې د محاکمو د عادلانه بهیر له پای ته رسېدو وروسته په اعدام د محکومو شوو دې کسانو حکم توشیح کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ټولو هغو مجرمینو د جزا عملي کولو ته ژمن دی چې د تروریستي او جنایي فعالیتونو، د عامو خلکو د وژلو او د عامه امنیت د ګډوډولو په جرم محکوم دي.

جمهوري ریاست تراوسه د اعدام شوو کسانو هویت نه دی څرګند کړی او دا یې هم نه دي ویلي چې په دې کسانو د اعدام حکم څه ډول او چېرته عملي شو.

په هم دې اړه پخوانی خبر:

د کابل امنیتي چارواکي وايي، شپږ وسله وال مخالفین د تروریستي فعالیتونو په جرم په کابل کې اعدام شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودو په شرط اد مشال راډیو افغان څانګې ته وویل چې دغه کسان د یکشنبې په ورځ په دار ځړول شوي، خو دا جزیات یې ورنه کړل چې دغه کسان چیرته او په څه ډول اعدام شوي دي.

په کابل کې د تروریستي فعالیتونو په جرم کسان په داسې حال کې اعدامیږي چې د د کابل له وروستۍخونړۍ حملې وروسته بیلابیلو دولتي کړیو ژمنه وکړه چې په اعدام محکوم وسله وال مخالفین به اعداموي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان له افغان ولسمشر څخه غوښتي وو چې پر وسله والو مخالفینو د اعدام حکم لاسلیک نه کړي.

خپله طالبانو هم خبر داری ورکړی و چې که ملګري یې اعدام شي، حکومت ته به بد عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG