د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې سیلابونو زیانونه اړولي دي


په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، وروستیو سیلابونو د کابل په ګډون په ۱۱ ولایتونه کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د دې ادارې مرستیال اسلم سیاس د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې سیلابونو خلکوته مالي او ځاني تاوانونه رسولي دي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

اسلم سیاس زیاته کړه:"په غور کې د تلفاتو شمېر ۱۸ تنه ښوودل شوی و خو وروسته سروې ګانو څرګنده کړه چې شمېر ۱۲ ته را ټيټ شو، په فاریاب کې ځاني تلفات نه دي ثبت شوي خو کورونه او لارې يې خرابې کړې دي.

سیاس زیاته کړه چې په مصیبت ځپلو سیمو کې خلکو ته زیات تاوان رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG