د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان دفاع او ملي امنیت نوي سرپرستان معرفي شول


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست نوي سرپرستان معرفي کړي دي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند ظفر هاشمي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني ډګر جنرال عبدالله خان د دفاع وزارت د سرپرست په توګه او محمد معصوم ستانکزی د ولسمشر د سلاکار او همداراز د ملي امنیت د عمومي رياست د سرپرست په توګه منظور کړي دي.

تر دې وړاندې معصوم ستانکزی د دفاع وزارت سرپرست و او د ملي امنیت د سرپرستۍ چارې مسهود اندرابي پر مخ وړلې.

دا تر اوسه نه دي ویل شوي چې ډګر جنرال عبدالله خان او معصوم ستانکزی به کله د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG