د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘افغان حکومت د قانون له مخې د اعدام پرېکړه کوي’


افغان چارواکي د بښنې نړیوال سازمان د وروستۍ غوښتنې په غبرګون کې وايي چې په اعدام د محکومو کسانو د حکمورکولو په اړه به د قانونو له مخې پرېکړه وکړي.

د جمهور رییس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي مشال راډیو ته وویل چې د هېواد په قوانینو کې د درنو جرمونو لپاره سزا مردوده شوې نه ده او دا کار به په پوره شفافیت سره ترسره شي.

جمهوري ریاست وروسته له هغه په اعدام د محکومو کسانو د اعدام حکم ورکولو په خبرې ټینګار وکړ چې د بښنې نړیوال سازمان له افغان ولسمشره غوښتنه کړې چې د اعدام حکمونه دې نه ورکوي.

جمهوري ریاست بیا وايي چې په اعدام د محکومو کسانو لیسټ د جمهور رییس اشرف غني د توشیح لپاره هغه ته ور رسیدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG