د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې ۴۴ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، په بېلابېلو ولایتونو د عملیاتو په نتیجه کې ۴۴ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په بیان کې چې نن(پنجشنبه) خپور شوی راغلي افغان ګډو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کونړ، پکتیکا، پکتیا، غزني، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، بلخ، جوزجان فاریاب، بدخشان، بغلان ، سرپل ، کندز او هلمند کې ۴۴ وسله وال مخالفین وژلي ۲۸ یې ټپيان کړي او ۲ تنه یې نیولي دي.

دفاع وزارت تاییدوي چې د ملي اردو ۴ سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG