د لاسرسي ځای

تازه خبر

مینه پال: پاکستان پر افغان ولس جګړه تپلې ده


د افغانستان حکومت وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو پیلولو په اړه د څلور اړخیزو غونډو لړۍ به ترهغه وروسته پیلوي چې لومړی پاکستان خپلې ژمنې پرځای کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په سېشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، پر افغانستان جګړه د پاکستان له لوري تحمیل شوې او افغانان يې خپلې دفاع ته اړ کړي دي.

مینه پال زیاته کړه چې پاکستان وسله وال طالبان په افغانستان کې جګړې ته هڅوي او په څلور اړخیزو غونډو کې پرخپلو ژمنو عمل نه کوي.

نوموړي وویل:

"موږ هغه چا ته چې سوله غواړي خپل ورونه پرانستي دي، هغه چاته چې جنګ کوي د جنګ لپاره تیاریو، د افغانستان په اوولس ولایتونو کې ‘’شفق’’ په نوم عملیات پیل شوي او د افغانستان په هره نقطه کې د افغانانو دښمنان ځپل شوي دي."

د پاکستان وزیر اعظم بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په سېشنبه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې روان کړکېچ په جنګ نه بلکې په سیاسي ډیالوګ هوارېدلی شي.

عزیز یو وار بیا ټینګار وکړ چې پاکستان به د افغانستان سولې لپاره هره هڅه وکړي او ډاډ یې څرګند کړ چې سیاسي حل لا هم ځای لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اپریل په ۲۵مه په ملي شورا کې وویل چې نور له پاکستان د دې توقع نه لري چې طالبان له حکومت سره د سولې مذاکرو ته قانع کړي.

دا د اسلام اباد پروړاندې د کابل په سیاست کې یو ستر بدلون ګڼل کېږي.

ولسمشر غني همدا راز پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د وسله والو طالبانو ملاتړ او هغوی ته د اسانیتاو برابرول جاري ساتلو په صورت کې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړي.

د پاکستان حکومت پخوا د افغان لوري دا تور رد کړی و، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي.

سرچینه: ازادۍ راډيو

XS
SM
MD
LG