لږ خو موږ خواريکښانو ته هم پام وکړئ کنه؟
د کارګرانو نړۍوالې ورځې په تړاو په اسلام اباد کې ځینو خواریکښو پښتو پر پاکستان سرکار غږ وکړ چې لږ خو دې دوی ته هم پام واړوي او د قانون له مخې دې حقوق ورته وټاکي. که څه هم د مزدروانو جهاني ورځ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې عامه رخصتي/چټي وي خو په پاکستان کې په دې ورځ ډېری خواريکښان رخصتي نه کوي او وايي که چټي وکړي نوخوري به څه؟ له اسلام آباده د مشال راډيو خبريال سراج ظهير ویډيو رپورټ