د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زابل لپاره د طالبانو جنګي مسول ووژل شو


د افغانستان د زابل امنیتي چارواکي وايې چې د دې ولایت مېزانۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسول له خپلو درو ساتونکو سره وژل شوی دی.

د زابل د امنیت آمرغلام جیلاني فراهي نن مشال رېډيو ته وویلچې د غه کسان تېره شپه له امنیتي ځواکونو سره تر پنځه ساعته جګړې وروسته وژل شوي چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

ښاغلی فراهي زیاتوي په دې نښته کې پنځه وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي خو امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

له بلې خوا چارواکي وایې چې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو دوه قومندانان وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG