د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د زهرجنو خوږو مړي ۳۳ تنو ته ورسېدل


د پنجاب په لیه سیمه کې د زهرجنو خوږو له خوړولو د مړو کسانو شمېره ۳۳ ته ورسېدله.

د پنجاب چارواکو پرون اتوار ورځ وویل، دغه پیښه چې تېره اوونۍ په کروړ لال عیسان کې رامنځ ته شوی وه او پکې ۲۳ کسان مړه شوي ول، په دې ورستیو کې یې د پنځه ماشومانو په ګډون نور لس تنه هم په هسپتال کې مړه شوي دي،

دا راز دیارلس تنه اوس هم په هسپتال کې د درملنې لاندي دي. دغه خواږه د یو ماشوم د زیږون کلیزې لمانځلو په وخت دې کسانو خوړلي وو.

د پولیسو تحقیقاتي چارواکي محمد اختر اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته وېلي چې دې لړ کې د مټهایانو د دکان دوه مالکان او یو کارکونکې نیول شوي چې نن یعنې د مۍ په دویمه به عدالت ته وړاندی کړل شي. نوموړي زیاته کړه د لیبارټرۍ معاینه ښاييچې په دغه دکان کې د فصلونو دوایانې موجودی وی.

پاکستان د خوراکي توکیو حفاظتي معیار په اړه ښه نوم نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG