د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اباسین او څارنوال وژونکي به هرومرو سزا کېږي'


د افغانستان اجراییه رییس وايي، په کابل کې د یوه ماشوم ”اباسین“ د بې رحمانه وژنې او د هرات استیناف څارنوال د ترور په قضیه کې به عدالت تامین شي.

عبدالله عبدالله نن دوشنبه د وزیرانو شورا غونډې ته په وینا کې دواړه پیښې نه بخښونکي جنایات وګڼل او ټينګار یې وکړ چې عاملین به یې سزا وویني:

( د دوې قاتلین نیول شوي او د قانون منګلولو ته سپارل شوي دي، انشاالله چې پدې اړه به عدالت تطبیق کیږي.)

دا خبرې له هغه وروسته کېږي چې په دا وروستیو کې د کابل اتمې حوزې په څنډو کې یو څوارلس کلن اباسین سړيتښتونکو له تښتولو وروسته په بې رحمۍ سره وواژه.

د هرات ولایت استیناف څارنوال پنځه ورځې وړاندې د ناپیژاندو وسله والو په ډزو ووژل شو، دغه دواړو پیښو د ډيرو عامو وګړو، مدني فعالانو او یوشمیر نورو سازمانونو تند غبرګونونه راپارولي دي.

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز او د اباسین کورنۍ نن یو ځل بیا له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د دغه تنکي ځوان د وژنې عاملین په علني ډول محاکمه کړي.

XS
SM
MD
LG