د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق وزیراعظم وايي ، سوله ییز احتجاج دې وشي


د عراق وزیراعظم حیدر ال عبادي ویلي دي ، د بغداد هغه سیمه چې مظاهره کونکو نیولې وه ، اوس د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

وزیراعظم عبادي د اپریل په ۳۰مه په یو بیان کې پر مظاهره کونکو غږ کړې دي چې په پرامنه توګه دې احتجاج وکړي او د ریاستي ادارو ودانیو ته دی زیان نه رسوي.

د عراق د یو شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر په سلګونو پلویان د بغداد خوندي سیمې یا ګرین زون ته پرون ننوتل او یو شمېر یې د پارلیمان او د کابینې ودانۍ ونیولې.

زیاتره مظاهره کونکو د یکشنبې په سهار د پارلیمان ځای پریښودی خو زیاترو اوس هم خیمي لګوي او ښکاري داسي چې د پارلیمان سره نزدي د احتجاجي کیمپ جوړولو تیاری کوي.

دا احتجاجونه له هغې ورسته پیل شوی چې حکومتي غړو په حکومت کې د اصلاحاتو لپاره رايې اچونه رد کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG