د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ډورن برید د طالبانو دوه قومندانان وژلي


د افغانستان په خوست ولايت کې بې پايلټه الوتکې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان حکيم الله مسود ډلې دوه قومندانان وژل شوي دي.

چارواکي وايي دا حمله د چارشنبې په ورځ شوې ده.

د دې ډلې د کرمې مشر قاري سيف الله مسود نن(شنبه) مشال راډيو ته وويل، په ډرون بريد کې د دوی درې ملګرې وژل شوي چې په کې دوه قومندانان ګل جمال عرف ننګیالي مسود او يار محمد هم شامل دي.

د خوست والي مبارز ځدراڼ نن له مشال راډیو سره په خبرو کې د بريد پخلۍ کړی البته ويلي يې دي چې مالومه نه ده چې وژل شوي څوک دي.

ده زياته کړه بريد په موټر کې پرسپارو وسله والو شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG