د لاسرسي ځای

تازه خبر

په م.م کې افغان استازی به د پاکستان خلاف شکایت وکړي


د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي ته یې دنده سپارلې چې د پاکستان پر ضد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت یوسي.

د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان حکومت ناغېړیو او نه همکاریو ته په کتو افغان حکومت اړ دی چې د دغه هېواد په اړه خپلې ستونزې نړیوالې ټولنې ته یوسي.

نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت پر یوه قوي او نړیواله ډيپلوماسۍ کار کوي چې پاکستان د سیمې او نړۍوالو فشارونو له مخې دې ته اړ کړي چې د ترهه ګرۍ ضد کوټلې او سنجیده مبارزه وکړي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"دا معلومه شوله چې پاکستان نه یوازې د ترهه ګرۍ ضد مبارزه جدي اخلي بلکې په دې برخه کې نورې ناغېړۍ هم کوي نو د افغانستان حکومت مجبوره دی چې دا ستونزه نړیوالې ټولنې ته یوسي او په ملګرو ملتونو کې زموږ د دایمې استازي دنده هم ده چې د پاکستان خلاف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت وړاندې کړي."

افغان حکومت دا پریکړه وروسته له هغې کوي چې په کابل کې وروستۍ خونړۍ حملې ۶۴ کسان یې ووژل شول او ۳۴۷ تنه نور ټپیان کړل او افغان امنیتي چارواکو وویل چې دا حمله په پاکستان کې پلان شوې وه.

تردې وړاندې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني هم ملي شورا ته په وینا کې ویلي چې د یاغیانو مشران په کوټه او پیښور کې دي او افغان حکومت نوره دا هیله نه لري چې پاکستان به وسله وال مخالفان د خبرو میز ته حاضر کړي.

په همدې حال کې د پاکستان د وزیر اعظم بهرنیو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ازادي راډيو ته د افغان ولسمشر څرګندونو په غبرګون کې ویلي ول چې له طالبانو سره به په راتلونکیو څو اونيو کې مذاکرات وشي او په دې اړه پاکستان خپلې هڅې کوي.

خو دا چې د پاکستان د کړنو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د شکایت سپارل به څومره ګټور وي.

د سیاسي چارو څېړونکی او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي په دې باور دی چې د افغان حکومت دا اقدام په دې شرط ګټور دی چې د ملګرو ملتونو د امینت شورا د غړېو ملاتړ خپل کړي.

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"یوازې د یوه شکایت نتایج مثبت نه دی یعنې باید د امنیت شورا د نهو غړو ملاتړ حاصل شي او دوی د افغانستان په پلوي خبرې وکړي وروسته یې نتایج مطلوب دی، امنیت شورا کولای شي چې پر پاکستان تعزیرات وضع کړي، امنیت شورا کولای شي چې پاکستان د یوه مداخله کوونکي هېواد په توګه وپیژني او نور ډېر صلاحیت لري خو هغه معلومات چې زه لرم د افغانستان فعالیت په ملګرو ملتونو کې کمزوری دی. پاکستان په امنیت شورا کې زموږ په پرتله قوی دی، زموږ غوښتنې به هلته وسپارل شي خو دا به ونه څېړل شي زه ترې اندېښمن یم."

ښاغلی سعیدي وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان په اړه د افغانستان شکایت به بې ګټې نه وي او نړۍ ته به روښانه شي چې پاکستان د ترورېزم سره د مبارزې لپاره صادق نه دی.

خو نوموړي همدارنګه ټينګار وکړچې افغان حکومت باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ترڅنګ یو شمېر نورو نړيوالو مراجعو هم خپل شکایت ورسوي.

راپور : ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG