د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جېش الاسلام او احرار الشام ډلې دې ترهه ګرې وګرځول شي'


روسیې د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندیزکړی، د شام یاغي جېش الاسلام او احرار الشام ډلې دې ترهه ګرې وګرځوي ځکه چې هغوی له اسلامي دولت او القاعده سره اړیکې لري.

په ملګروملتونو کې ډیپلوماتانو وویل، د روسيې دغه وړاندیز چې د چارشنبې په ورځ یې د امنیت شورا د اسلامي دولت ډلې او القاعده د بندیزونو کمیټې ته سپارلی، که د دغې پنځلس کسیزې کمیټې نور غړي ورسره مخالفت ونکړي، د می په ۱۱ به اجرایي بڼه غوره کوي.

په ملګروملتونو کې د روسیې سفیرویتالي چورکین وویل، دا ډول اقدام د هغو معلوماتو پر اساس اخیستل شوی چې ښايي دغه ډلې په شام کې جګړه مخ ته وړي او له اسلامي دولت او القاعده ترهه ګرو ډلو سره نژدې اړیکي لري.

په ملګروملتونو کې د واشنګټن ماموریت په تورلست کې د دغو ډلو د شاملولو په وړاندې محتاطانه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام ښایي په شام کې د دایمي سولې د ټینګیدو هڅې زیانمنې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG