د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پاکستان دې د سولې بهیر په اړه خپلې ژمنې عملي کړي”


د افغان حکومت اجرایه ریاست یو ځل بیا په پاکستان غږ وکړ چې د سولې د خبرو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجشبنې په ورځ د حکومت د ویاندویانو په ګډه غونډه کې وویل چې افغان حکومت د سولې د څلور اړخیزې کمېټې د غونډو نتایج تعقیبوي او د هغو مخالفینو پر ضد د پاکستان د پوځي اقدام غوښتنه کوي چې سوله نه کوي.

فیصل وویل چې پاکستان باید د وسله والو مخالفینو پر ضد د پوځي اقدام په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

افغان حکومت په داسې حال کې یو ځل بیا په پاکستان باندې د سولې د خبرو په برخه کې د ژمنو د عملي کیدو غږ وکړ چې په دې وروستیو کې یې جګړه خپل لومړیتوب بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG