د لاسرسي ځای

تازه خبر

“مرکزي حکومت دې د پښتنو سیمو پر لار سم کار وکړي”


د تحريک انصاف په مشرۍ د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې مرکزي حکومت د وعدو باوجود پر پښتني سيمو د پروژې پر تېريدونکې لار سم کار نه کوي.

د وزيراعلی پرويز خټک د اطلاعاتو سلاکار مشتاق غني د دوشنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې په دې اړه د وزيراعلی په مشرۍ پرون ځينو پښتنو سياستوالو سره غونډه کې وويل شول چې حکومت بايد مغربي لاره له ټولو اقتصادي زونونو سره جوړه کړي.

ياده دي وي چې مرکزي حکومت وايي له چين سره اقتصادي راهدارۍ پروژه کې يې د صوبو ټولې ګيلې په نظر کې نيولي او د چا حق به نه خوړل کېږي خو پښتانه سياستوال وايي له دوی سره دوکه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG