د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین پاکستان اقتصادي لار: یوه بله غونډه وشوه


په پېښور کې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک په بلنه د صوبايي اسمبلۍ د حکومتي او اپوزیشن ګوندونو د پارلیماني مشرانو غونډه د هغه په کور کې پای ته ورسېدله. د مشال راډيو خبریال وايي،چې ګډونوالو ته د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سيد عالم مسود د چین ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په باب څرګندونې وکړې.

که څه هم د پاکستان وفاقي حکومت وايي، چې د دې راهدارۍ مغربي لار به له خېبر پښتونخوا او بلوچستانه تېرېږي او ټول سهولتونه به پکې شامل وي خو سیاسي ګوندونه او پتېره د پښتنو د سیمې ګوندونو لا هم په دې اړه شک لري.

په دا غونډه کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، وزير اعلا پروېز خټک، د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسېن بابک د جمعيت علمای اسلام يو مشر غلام علي د قامي وطن ګوند سکندر شېرپاو د بلدیاتو صوباي وزير عنايت الله خان او د صوباي اسمبلي سبيکر اسد قيصر ګډون درلودو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG