د لاسرسي ځای

تازه خبر

جګړا: د فاټا ټول بې کوره کړلی ولس به ژر ستانه کړو


د خېبر پښتونخوا ګورنر د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان اتمانخېل قام له مشرانو سره د لیدو مهال د بې کوره کړل شویو کډوالو د ستنېدو پر روان بهیر او هغوی ته پر ورپېښور ستونزو غږېدلی دی.

له ګورنر کور پېښوره شوې خبرپاڼه وايي، د ملک خان مرجان په مشرۍ د اتمانخېلو مشرانو پلاوي ته اقبال ظفر جګړا وویل، ډېر ژر به د قبایلي سیمو بې کوره شوي کډوال خپلو سیمو ته ولېږل شي او له بنیادي ضرورتونو سره سره به یې په سیمو کې پرمختیايي کارونه هم پیل شي.

ګورنر ورته ويلي چې د بې کوره شویو قبایلو ستنول او هلته امن پرځای کول یې له لومړیتونو څخه دي، او د قبايلو یو ښه راتلونکې پریکړه به ډېر ژر د قبایليو په خوښه وکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG