د خيبر پښتونخوا حکومت روغتیا څانګې هغه درې کارکوونکي د ملکي اعزاز لپاره نومولي دي، چې په ۲۰۱۵م کال د ګوزڼ ضد کمپاین پر مهال وژل شوي ول.
په دوی کې د صوابۍ ډاکټر یعقوب او د مانسرې دوه روغتیايي کارمندې ستاره ګل او کنیزه نرګس نومونه شامل دي. د روغتیا څانګې دغه درې واړه کارکوونکي په دوه زره پنځلسم کال وسله والو وژلي ول.
بل خوا د ښځینه صحي کارمندانو صوبايي تنظیم مشره عایشه حسن مومند وايي، دا د ستاینې خبره ده خو باید حکومت د وژل شویو کارکوونکو له کورنیو سره مالي مرسته وکړي.