د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډرون برید شپږ وسله وال وژلي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي،د پنجشنبې ورځې غرمه مهال شاوخوا یوولس بجې د ایساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د اوه ویشتمې ويالې په سیمه کې پر وسله والو طالبانو بمبار کړی چې په پایله کې د طالبانو د مشهور قومندان اسد په ګډون شپږ تنه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي مشال راډيو ته وویل، قومندان اسد د ولسي جرګې د پخواني وکيل حاجي عزيزالرحمن مومند چې اوس د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې غړی دی زوی و او له ډېر وخت راهیسې له طالبانو سره په لیکه کې د دولت پرضد جنګېده.

د دولت وسله والو مخالفينو د دې پيښې په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG