د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چوټو ګینګ مشر ځان پوځ ته سپارلی


د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال عاصم سلیم باجوه وایي د پنجاب په راجن پور سیمه کې یې د وسلوالو خلاف په عملیاتو کې د دغه ډلې مشر سره له نورو ۱۲ وسلوالو نیولی دې.

دا ډله چې په چوټو ګینګ مشهورتیا لري، د راجن پور په یوه ټاپو وزمه سیمه کې یې محفوظ ځای لرلو. جنرال باجوه میډیا ته وویل د دغه ډلې لخوا یرغمل شوي ۲۴ پولیس یې هم راخوشې کړې دي، او د دغه ډلې مشر غلام رسول چوټو هم پوځ ته ځان بغیر له څه شرطونو سپارلی دې.

میجر جنرال عاصم سلیم باجوه په یو ټویټ کې نن ویلي په دغو عملیاتو کې یې د وسلوالو د کورنیو غړي چې پکې ۲۴ ښځې او ۴۴ ماشومان شامل دي هم له دغه ټاپو څخه خوندي راویستلي شوي دي.

باجوه وایي د وسلوالو په مکمله توګه د ختمولو پورې به دغه عملیات دوام ولري.

د تیرې جمعې په ورځ د پاکستان پوليسو ويلي وو چې چوټو ګېنګ ۲۴ کسان یرغمل کړي دي چې په کې ځېنې امنیتي سرتېري هم شامل دي.

پوليس زیاتوي، ياده ډله د پنجاب،سند او بلوچستان له سرحدونو سره په لګېدلې سیمو کې مجرمانه فعالیتونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG