د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ولس څوک نشي وېشلای"


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي ده او حکومت یې تل د وسله والو ډلو سره د سولې د لارې د پرمختګ هڅه کړې، خو هغو تل د ولسي کسانو وژنې ته دوام ورکړی.

نوموړي په کابل کې د پرونۍ ځانمرګې حملې وروسته په سردار داودخان روغتون کېد زخمیانو د پوښتنې پر مهال طالبانو ته په اشارې وویل د افغانستان حکومت وايي ابتدايي شواهد څرګندوي چې په کابل کې پرونۍ حمله له بهره پلان شوې وه .د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل پرون مشال راډیو ته وویل پاکستان ته د اجرایه رییس ډاکټر عبدالله سفر هم ځنډیدلی دی.

ټاکل شوې وه چې عبدالله عبدالله د مې د میاشتې په دویم او دریمد پاکستان د وزیراعظم په بلنهاسلام ته اباد ته رسمي سفر وکړي.

همدارنګه د افغانستان د بهرنیوچارو وزیرصلاح الدین رباني پرته له دې چې د یوه هیواد نوم واخلي، پرون وویل د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته سپارښتنه کوي چې د ځان د امنیت لپارهپر نیابتي ځواکونو له اتکا لاس واخلي.

د کابل ځانمرګې حملې چې له ۳۰۰ زیات کسان مړه او ژوبل کړل، د برید ذمه واري طالبانو قبوله کړېده.

مخکني مالومات:

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي پرون د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو او ټپيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په انتحاري حمله کې ۳۲۷ ټپیان د کابل امبولانسونو په وسیله روغتونونو ته انتقال شوي دي.

دغه ځانمرګی برید برون سهار د لومړۍ حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې ریاست سره وشوه.

د حملې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی او افغان سرتېرو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

XS
SM
MD
LG