د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۴۲ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۴۲ وسله وال مخالفین وژلي دي. له دغه وزارته په خپره شوې نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات په ننګرهار، لغمان، لوګر، غزني، کندهار، بادغیس، جوزجان، بلخ، فاریاب، بغلان، کندز او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي چې ۳۶ وسله والو مخالفان په کې ټپیان شوي هم دي.

بلخوا د عملياتو پر مهال د ملي اردو اووه سرتیري هم وژل شوي دي. تراوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG