د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: طالبان دې په افغانستان کې حملې ودروي


یو پاکستاني چارواکي د دوشنبې په ورځ اېکسرېیس ټریبیون ورځپاڼې ته ويلي، چې پاکستان د افغان طالبانو په دغه عمل خپه دى او پر هغوی يې غږ کړى، چې د تشدد لار پرېږدي او خبرو ته کېني.

پاکستان افغان طالبانو ته خبردارى ورکړى، چې په افغانستان کې دې پسرلني عمليات بند کړي، ګنې له جدي او بدو نتيجو سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره اوونۍ په افغانستان کې د افغان حکومت پرخلاف د "عمري عملياتو " په نامه د پسرلنيو عملياتو پيلولو اعلان وکړ او ادعا کوي، چې په دې کې به د افغانستان په اوږدو کې پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر وکړي.

طالبانو د عملياتو پيلولو اعلان په داسې وخت کې کړى، چې د امريکا، پاکستان، چين او افغانستان په استازيتوب يوه خلور اړخيزه کمېټه د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو اترو لپاره هلې ځلې کوي.

د دغه کمېټې د جوړولو پرېکړه د تېر ٢٠١٥م کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه د توب د افغانستان په اړه په اسيا زړه کنفرانس کې شوې وه.

له بلې خوا د پاکستان يوه جګپوړي دولتي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، د دې هېواد "اېکسپريس ټريبيون" ورځپاڼې ته ويلي، چې د افغان طالبانو له خوا د افغان حکومت پرضد د پسرلنيو عملياتو د پيلولو اعلان به ښايي "د سولې هلې ځلې"زيانمنې کړي.

دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ ورځپاڼې ته ويلي، چې پاکستان د طالبانو په دغه عمل خپه دى او پر طالبانو يې غږ کړى، چې د تشدد لار پرېږدي او خبرو اترو ته کېني.

دغه جګپوړي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى ښکاره کړې، چې پاکستان طالبانو ته د خپلو "منځګړو" له لارې پېغام ورلېږلى، چې که چيرې دوى د مذاکراتو مېز ته رانشي، نو دوى به ددې عمل "ستر پور پرې کړي."

د پاکستان دغه چارواکي پر طالبانو د حملو بندولو غږ په داسې وخت کې کړى، چې په افغانستان په ېلابېلو سيمو کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو بريدونه ډېر شوي دي.

دا لومړى ځل نه دى، چې پاکستان پر طالبانو د حملو بندولو غږ کوي، بلکې تر دې مخکې هم ددې هېواد چارواکيو پر طالبانو ته ويلي چې مذاکراتو ته کېني او همداراز دوى منلې وه، چې د افغان طالبآنو ځينې مشران په پاکستان کې اوسېږي.

د روان کال مارچ میاشتې په لومړيو کې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز منلې وه، چې د افغان طالبانو ځينې مشران له خپلو کورنيو سره يوځاى پاکستان کې اوسېږي، نو ځکه دوى به پر هغوى زور راوړي، چې مذاکراتو ته راشي.

د افغانستان د سولې د بهير په لړ کې د پاکستان، امريکا، چين او افغانستان د څلور اړخيزې کمېټې تر دې دمه څلور غونډې کړي او په وروستۍ غونډه کې يې د افغان حکومت پر وسله والو مخالفينو غږ کړى، چې له حکومت سره دې خبرو ته کېني.

که څه هم ويل کېدل، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ ښايي د مارچ په لومړيو کې مخامخ خبرې شوې واى، خو دا تر هغې وروسته وځنډېدې، چې طالبانو له خبرو اترو انکار وکړ او ځينې شرطونه يې رامنځته کړل.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG