د بلخ امنیتي چارواکي وایي، په چاربولک ولسوالۍ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالرزاق قادري وویل چې طالبانو ته دغه مرګ ـ ژوبله بېګا شپه هغه مهال واوښته چې له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه وکړه.
د سیمې اوسیدونکو مشال راډيو ته وویل چې د دواړو لوریو د جګړې له امله دوی ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د بلخ د امنیت آمر وایې چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې یو سیمیز پولیس هم ټپي شوی دی.