د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي


د افغانستان د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په ډنډي غوري او ډنډي شهاب الدین سیمو کې لس طالبان وژل شوي او له لسو زیات یې ټپیان کړي دي.

په بغلان کې د شاهین قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان غلام فاروق احمدي د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې طالبانو ته دا مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په عملیاتو کې اوښتې ده.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د ډنډي شهاب الدین سیمې زیاتې برخې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او د ډنډ غوري په لور د افغان ځوکونو پرمختګ دوام لري.

طالبانو بیا ویلي چې ډنډ غوري د دوی په لاس کې ده.

ډنډي شهاب الدین او ډنډي غوري د بغلان ولایت ناامنې سیمې دي چې یوه میاشت وړاندې حکومت له وسله والو څخه خلاصې کړې، خو اوس بېرته په کې جګړې پيل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG