د لاسرسي ځای

تازه خبر

“حزب اسلامي ډله دې وسله کېږي بیا یې پر شرطونو غور کوو”


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په شرطونو به هغه وخت غور وکړي چې غړي یې وسله پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د ولسمسر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال د شبنې په ورځ مشال راډيو ته وویل، د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هغه غوښتې ورته د منلو دي چې له قانون سره په ټکر کې نه وي:

مینه پل وویل:”کله چې د سولې له بهیر سره یوځای شي، وسله پر ځمکه کېږدي، له هغې وروسته به یې پر هغو غوښتنو غور وشي چې له قانون سره سمې وي."

شا او خوا یوه میاشت وړاندې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی د سولې پلاوی کابل ته راغلی او د سولې له عالي شورا سره په خبرو بوخت دی.

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون ویلي، له دې ډلې سره په خبرو کې پرمختګ شوی او حزب اسلامي له تورلسته د دوی د غړو د ایستلو په ګډون یوشمېر غوښتنې هم لري.

XS
SM
MD
LG