د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملاکنډ کې د کسټم قانون عملي کولو پرېکړه بیرته واخیستل شوه


په ملاکنډ کې د کسټم قانون عملي کولو پرېکړه بیرته واخیستل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پېښور: د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا د صوبې په ملاکنډ ډیویژن کې د لګولي کسټم ایکټ یا قانون د بیرته اخستو پریکړه کړې ده. د خیبر پښتونخوا د ګونر اقبال ظفر جګړا له خوا دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او عام ولس په پراخه کچه په د دې قانون عملي کېدو پر ضد احتجاج وکړ. د ګورنر اقبال ظفر جګړا وياند علي خان يوسفزی د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د کسټم ايکټ پورته کولو مسوده يې د دې هيواد ولسمشر ممنون حسېن ته د لاس ليک لپاره استولې ده. علي خان يوسفزي وویل ، ډیر ژر به په دې لړ کې رسمي اعلاميه خپره شي چې په ملاکنډ ډیویژن کې د کسټم قانون عملي کولو پرېکړه بیرته واخیسل شوه. د خیبر پښتونخوا د ګورنر ویاند وايي د سیاسی ګوندونو او عام اولس لخوا د ياد قانون پر ضد له احتجاجونو ورستو مرکزی او صوبايې حکومتونو خپله پريکړه واپس اخستې. په مارچ میاشت کې په ټول ملاکنډ کې د کسټم قانون عملي شو چې پر ضد يې په دغه سيمه کې احتجاجونه پيل شول. صوبايي حکومت له وفاقه غوښتنه کړې وه چې په ملاکنډ کې دې هم د نورې صوبې په څېر د کسټم قانون لاګو کړي. د دې غوښتنې پر اساس د مارچ له ۲۸مې د ګمرکاتو قانون ملاکنډ ته وغځول شو. په دې اړه نور تفصیل د شبیر احمد جان په رپوټ کې واورئ

XS
SM
MD
LG