د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بدخشان کې ۱۳ وسله وال وژل شوي


د بدخشان چارواکي وایي چې په بهارک ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو او وسله والو مخالفینو په نښته کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن مشال راډيو ته وویل، وسله والو مخالفینو ته دا مرګژوبله وروسته له هغه واوښته چې له څو لورېو یې په امنیتي ځواکونو باندې د پل یردار او کوره دره يې په سیمه کې حمله وکړه.

فروتن وویل، په نښته کې دوه پولیس او یو پاڅون کوونکی ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG