د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اې اېن پي کارکوونکیو د هدفي وژنو ضد لاریون


د اې اېن پي کارکوونکیو د هدفي وژنو ضد لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:50 0:00

د خېبر پښتونخوا مرکز پېښور په ګډون نن شورو ورځ د دغه صوبې په یو شمېر نورو ښارونو کې د عوامي نېشنل ګوند غړیو د خپلو ګوندي کارکنانو د هدفی وژنو پرضد په احتجاج راوتلي ول. په پېښور کې یې مظاهره د پرېس کلب مخې ته ترسره شوه او دې مظاهرې ته د وینا پرمحال د عوامي نېشنل ګوند مرکزی سیکرېټري میا افتخار حسېن په سوات کې دوه ورځې وړاندې د خپل ګوند د یوه مشر جمشېد علي د وژنې غندنه وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې په پنجاب کې دې هم د وسلوالو پرضد سم عملیات ترسره کړي ځکه چې د تره ګرو پټنځایونه او د روزنیز مرکزونه (تربیتګاوې) په پنجاب صوبه کې دي او ترڅو چې په پنجاب صوبه کې عملیات نه وي ترسره شوي تر هغو په هېواد کې امن نه شي راتللی. په دې اړه غلام غوث وګورئ.

XS
SM
MD
LG