د لاسرسي ځای

تازه خبر

“که هلمند سقوط وکړي استعفا کوم”


د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، که چیرې هلمند ولایت د طالبانو په لاس سقوط وکړي دا به له دندې استعفا ورکړي.

معصوم ستانکزي دا خبره په کابل کې له سي این این تلویزوني شبکې سره په هغه مرکه کړې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه.کله چې له ستانکزي وپوښتل شول چې په هلمند کې د طالبانو وروستي پرمختګونو ته په پام به د دې ولایت مرکز لښکرګاه د دې وسله والې ډلې لاس ته ونه غورځیږي؟ نوموړې وویل:

"لښکرګاه به سقوط ونه کړي. د طالبانو لاس ته نه غورځیږي. که سقوط وکړې دې که هېڅ شک نه شته چې زه به استعفا ورکړم. خو سقوط نه کوي."

له نوموړې سره په یو وخت په هلمند کې د اوپراتیفي ډلې مشر عبدالجبار قهرمان هم ډاډ څرګند کړی چې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته هم د هلمند وضیعت کنټرولولای شي.

افغان چارواکي وروسته له هغې د هلمند د وضیعت په اړه ډاډ څرګندوي چې د دې ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، وسله والو طالبانو د هلمند ډیرې سیمې نیولي او دا مهال مرکز لښکرګاه ته څیرمه جنګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG