د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرفراز بګټي: په قلات کې د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله وال وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي امنیتي ځواکونو، په قللات کې، د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله وال وژلي دي.

سرفراز بګټي د خالي په ماښام رسنیو ته وویل چې دغو عملیاتو درې ورځې وخت ونیوه او د قلات په جوهان سیمه کې ترسره شول چې د کوټې او کراچۍ ترمنځ پرته ده.

دی زیاتوي:

« دغه عملیات مو د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته وکړل. د عملیاتو پر مهال ۳۴ وسله وال ووژل شول. د وژلو شویو په منځ کې د وسله والو یو مهم قومندان عبدالنبي بنګلزی هم شامل دی. دی د سترې محکمې د یو قاضي پر وژلو تورن و. »

سر فراز بګټي وايي د دغو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو له پټن ځایونو یې زیاته اندازه وسله هم ترلاسه کړېده. دی وايي وژل شوي کسان په هدفي وژنو او د ورانکاریو په نورو پېښو کې ککړ وو.

خو بل پلو، وسله والو ډلو په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي. په بلوچستان کې بلوڅ بیلتون پالي د حکومت خلاف وسله واله مبارزه کوي. په دغه ایالت کې زرګونه خلک ترۍ تم کړل شوي هم دي چې اکثره خلک یې د ترۍ تم کولو شک د پاکستان پر استخباراتي ادارې کوي.

بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسلوالو لا په دي اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG