د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري: له افغانستان سره به اوږدمهاله مرسته کوو


د امیکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
د امیکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته رارسیدلی او له افغان چارواکو سره یې د ملاقاتونو لړۍ پیل کړې ده.

کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وایي، له افغانستان سره به اوږدمهاله مرسته کوي څو دغه هیواد بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

جان کیري دغه څرګندونې نن د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د ارزونې د ګډ کمیسیون د دریمې ناستې په پيل کې وکړې.

جان کیري وویل چې په دې غونډه کې به د ستراتیژیک سند په چوکاټ کې په اړوندو امنیتي ، دفاعي ، اقتصادي او ټولنیزو مسائلو خبرې وکړي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د ارزونې ګډ کمیسیون له دې وړاندې په کابل او واشنګټن کې دوه غونډې کړي دي.

له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند د ۲۰۱۲ کال د مې په دویمه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ترمنځ لاسلیک شو.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن مازدیګر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې هم برخه واخلي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیرحضرت عمر زاخېلوال وايي، له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو اترو په اړه د څلور اړخیزو غونډو د بیا پيل دقیقه نېټه او اجندا به وټاکل شي.

حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې دا پرېکړه به کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سفر پر مهال وشي.

حضرت عمر زاخېلوال څرګنده کړه چې د پينځمې، څلور اړخیزې غونډې پر اجنډا او نېټه یې د چین له استازي خبرې کړې دي.

حضرت عمر زاخېلوال زیاته کړه ، تر اوسه هیڅ پریکړه نه ده شوې خو پينځمه غونډه ښايي د اپریل په پای یا د مې په پیل کې وشي."

XS
SM
MD
LG