د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو افغان ماشوم په قاچاقي لارۍ کې له مرګه وژغورل شو


یو افغان ماشوم چې په قاچاقي لارۍ کې بریتانیې ته روان و، د جمعې په ورځ له حتمي مرګه وژغورل شو.

دا هلک احمد نومېږي او عمريې د شپږ او اووه کلونو ترمنځ دی.

دی له ۱۴ لویانو سره په داسې لارۍ کې چې منځ يې یخچال وو، په فرانسه کې د کډوالو له یوه کمپه روان شوی وو.

یوې بریتانوۍ خیریه مامورې انکا سوریل د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې احمد يې په فرانسه کې د ځنګل په نوم کمپ کې لیدلی وو او یو موبایل ټیلیفون يې ورکړی وو.

سوریل ويلي چې دا په نیویارک کې په یوه کنفرانس کې وه چې احمد ټیلیفوني پیغام ور واستاوه او خبره یې کړه چې په لارۍ کې اکسیجن خلاص شوی او دوی د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

په بریتانیه کې له کډوالو سره د یوې مرستندویه ادارې کارکونکي وايي چې پولیسو د احمد موبایل ټیلیفون تعقیب کړ او د لارۍ د ځای تر موندلو وروسته یې دا کسان وژغورل.

احمد په مرکزي لندن کې د ماشومانو د ساتنې یوه مرکز ته لېږدول شوی او ورسره کسان پولیسو نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG