د لاسرسي ځای

تازه خبر

خدیجه اسماعیلووا ته د ازادۍ جایزه ورکړل شوه


د ازربايجان قيدې خبریالې خدیجې اسماعیلووا ته د ملګرو ملتونو د رسنیو ازادۍ جایزه ورکړل شوه .

د ازادې اروپا راډیو همکارې اسماعیلووا ته پرون [جمعه] دا جایزه په سختو شرایطو کې د مطبوعاتو او د بیان ازادۍ دفاع کولو په لړ کې ورکړل شوه.

دا جایزه ۲۵ زره امریکايي ډالر مالي ارزښت لري او ملګري متلونه یې هرکال د یوه کولمبیايي خبریال [ګویلرمو کانو ایسازا] په نوم ورکوي.

دا خبریال په ۱۹۸۶ کال کې د خپلې ورځپاڼې د دفتر مخې ته وژل شوی و.

خدیجه اسماعیلووا تحقیقاتي رپوټونه جوړول او په باکو کې د ازادې اروپاراډیو خبریاله وه چې د اذربایجان حکومت د مالیې نه ورکولو او درغلي په جرم قېد کړه،خو داسې ښکارې چې په اداري فساد کې د لوړ رتبه دولتي چارواکو د لاس درلودو په اړه د رېپوټونو له امله سزا ورکول کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG