د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نورستان نورګرام ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نورستان نورګرام ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال ووژل شو.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د طالبانو دغه مشر د شفق عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

شفق عملیات له څو اونیو راهیسې د افغانستان په نهو ولایتونو کې دوام لري.

دفاع وزارت وايي چې په نورګرام کې په روانو پوځي عملیاتو کې ۹ وسله وال طالبان نور هم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG