د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: په هوايي بریدونو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي


د امریکا هوايي بریدونو د افغانستان په ختیځ کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي دي.

د امریکا د پوځ ویاند د جمعې په ورځ ويلي وو د دوی جنګي الوتکو د پاکستان پولې ته نزدې په پکتیکا ولایت کې دوه حملې کړي دي.

د پکتیکا د امنې قوماندان زورور زاهد ویلي وژل شوي کسان ټول وسله وال وو،خو يو بل ځايي چارواکي بيا ويلي دي وژل شوي ټول ولسي وګړي دي چې يو په کې قومي مشر هم دی .

د پاکستان پولي ته نزدې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې په دې وروستیو کې د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG