د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز پارټۍ وايي ، وزیراعظم نواز شریف دې استعفی ورکړي


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

د پاکستان پيپلز پارټۍ د پاناما ليکس په مسله د دې هيواد له وزيراعظمه غوښتي چې استعفا ورکړی

اسلام اباد: د پاکستان پيپلز پارټۍ د پاناما ليکس په مسله د دې هيواد له وزيراعظمه غوښتي چې استعفا ورکړی.

پرون د ياد ګوند غړې شازيه مري قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل ، د پاناما ليکس د پټو دستاويزاتو پر اساس جوړ شوي رپورټ کې د وزيراعظم نواز شريف د بچو نومونو تر راتلو وروسته د وزيراعظم په خپله څوکۍ د پاتېکدو هيڅ اخلاقي جواز نه جوړيږي.

بل اپوزيشن ګوند پاکستان تحريک انصاف بيا پر ياده مسله د وزیر اعظم نوازشریف لخوا اعلان شوی عدالتي کمېشن رد کړی او وايي چې په دې اړه دې د موجوده چیف جسټس په مشرۍ کې پلټنیز کمېشن جوړ کړل شي.

د وزیراعظم نواز شریف کورنۍ د دې مسلې له راپورته کېدو وروسته ویلي چې دوی له ملکه بهر جایدادونه لري خو د دوی په وینا دا کار یې نه غیرقانوني دی او نه یې هم دا پیسې په غیرقانوني توګه ګټلې دي.

وزیراعظم نواز شریف هم د پاناما د رپوټ تر خپرېدو او په پاکستان کې په دې اړه تر تاوده بحث پیلېدو وروسته پر ټلویزیون ولس ته وینا وکړه.

نواز شریف په خپله وینا کې د خپل جایداد په اړه سپیناوی وکړ او د دې مسلې د څېړلو لپاره یې د یو پخواني جج په مشرۍ کې د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان هم وکړ.

د پاناما قانوني بنسټ په ډاګه شویو اسنادو کې د پاکستاني وزیراعظم میا نواز شریف د کورنۍ غړو نومونه شامل دي خو د تحقیقاتي ژورنالېزم نړیوالې ادارې دا نه دي ویلي چې د نواز شریف یا کورنۍ دغه کار ناسم دی ځکه چې په پاکستان کې له هيواده بهر کمپني جوړول يا اکاونټ خلاصول غير قانوني ګام نه دی.

د پاناما قانوني بنسټ په ډاګه شویو اسنادو کې د پاکستاني وزیراعظم میا نواز شریف د کورنۍ غړو تر څنګ د روس او چین په ګډون د نړۍ د یو شمېرهیوادونو د مشرانو نومونه هم راغلي دي.

د پاکستان غوندې په هغو هیوادونو کې هم دې رپوټ خلک راپارولي او آن تر دې چې په یو شمېر هیوادونو کې احتجاجونه هم پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG