پښتنو ملتپاله ګوندونو پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې په هر هغه ځای کې عملیات وکړي چې پکې سختدریځه ډلې موجودې وي.
دا خبره د عوامي نیشنل، پښتونخوا ملي عوامي او قامي وطن ګوندونو مشرانو تېر مازیګر مشال راډیو ته وکړه.
د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین وویل، په عملیاتو کې د امنیتي ادارو او ملکي حکومت همغږي اړینه ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مختار یوسفزي وویل، عملیات دې یوازې تر جنوبي پنجابه نه محدودول کېږي بلکې په ټول پنجاب کې باید وشي.
د قامي وطن ګوند افتاب شېرپاو وايي، په پنجاب کې روانې کارروایانې دې د سختدریځۍ تر ختمولو نه درول کېږي.
د چارشنبې یا شورو پر ورځ د پاکستان پوځ ویلي ول په جنوبي پنجاب کې به هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.