د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې یو ۱۰ میاشتنی ماشوم ګوزڼ ناروغۍ وهلی


د پاکستان روغتیا ادارې بېګا په یوه بیان کې وویل، د مدثر په نوم دا ماشوم د بنو په پیر ولي شاه کلا کې اوسي چې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني څاڅکي هم ورته ورکړل شوي ول.

په پېښور کې د ملګرو ملتونو ماشومانو ادارې (یونېسېف) د پولیو ناروغۍ مخنیوي څانګې مشر ډاکتر جوهر نن سهار مشال راډیو ته وویل، د پېښې پلټنو لپاره روغتیايي کارکوونکي بنو ته استوي.

ده وویل، کله چې میندې او پلرونه په وړو، وړو ناروغیو کې ماشومانو ته ستنې وهي او د هغوی خوړو ته پاملرنه نه کوي نو بیا واکسین خپل سم اثر نه ښيي.

د روغتیا اداره وايي، سږکال په ټول پاکستان کې اته ماشومان د پولیو په رنځ اخته شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG